IQNA

د چیچنیا ولسمشر وائي له قرآنه زما د بچي دفاع  ستر ویاړ دی

16:20 - September 26, 2023
د خبر لمبر: 3488012
ایکنا-(چیچنیا) د  چیچنیا جمهوریت ولسمشر  رمضا قدیروف د د یوې ویډیو په خپرولو سره د ولګوګراډ د قرآن دسپکاوی  له عامل کس سره د خپل بچي د ښکیلیدا  خبرونه  تائيد کړل او دا ئې د ځان لپاره یو ویاړ وبالۀ.

ایکنا د صدای البلد له قوله راپور راکړ،  د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف  یوه ویډیو خپره کړې ده چې  په هغې کې  دهغه زوی آدم قدیروف  نیکتا ژوراویل چې  په ولګوګراډ کې د قرآن د سوځونې په تور نیول شوی ؤ ،وهي ټکوي او ورسره ښکیل شوی دی.

قدیروف  ددغه مطلب په خپرولو سره روښانه کړې ده ، نه غواړم ،د چاسپکاوی وکړم ، په انټرنیټ کې تر اوسه په دې باب  چې  آدم قدیروف  نیککیتا ژوراویل  چې د قرآن سپکاوی ئې کړی دی،په کوتکو وهي ، خو باید ووایم چې  هو دغه پيښه رامینځةشوې ده  او هغه  سم کار کړی دی.

هغه زیاته کړې ده ، باؤري یم هرڅوک  چې   چې د قرآن کریم سپکاوی وکړي، د هیواد لسګونو میلیون ښاریزو سپکاوی ئې کړی دی او باید سخت سزا شي.

 د چیچنیا ولسمشر  دې ته په اشارې سره چې  روسیه د مقدسو کتابونو د ساتلو لپاره ځانګړی قانون لري  چې   د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لاسلیک کړی دی ، ووئيل،  ددغه هیواد د ښاریزو مذهبی  ارزښتونه  دحکومت په وسیله په ترټولو لوړه سویه ساتل  کیږي او  دسپکاوي کونکي  عاملان  ددغه کار خنډ نشي کیدلی. هغه وئیلي دي، له اغراق پرته  زه د خپل زوي په دغه کار ویاړم ، هغه د خپل عزت دفاع کړې ده  او باید دهغه احترام وشي.

 په روسیې کې د قرآن کریم سوځول او سپکاوی ئې  د ډیرو اروپائي هیوادونو په اپوټه سخت منع دي  او  په دې لړ کې هرډول اقدام  سخته قانوني سزا لري.

https://iqna.ir/fa/news/4171212

captcha